IQNA

ګواردیولا: د غزې دردونه او کړاؤنه  زما ټول وجود دردمنوي

13:29 - June 11, 2025
د خبر لمبر: 3491258
ایکنا - د منچستر سیټي  فټ بال  سر روزونکی پپ ګواردیولا، له  منچستر پوهنتون څخه د افتخاري دوکتورا د ترلاسه کولو په مراسمو کې د غزې د خلکو په ملاتړ خبرې وکړې او وې ویل: هغه څه چې په غزې کې ئې وینم، ډیر دردناک دي؛ دا زما ټول وجود دردمنوي.

د ایکنا د راپور له مخې، ګوارډیولا د منچستر ښار لپاره د هغه د خدماتو په درنښت، په میدان او له میدانه بهر، د منچستر پوهنتون له خوا د افتخاري دوکتورا  یا پی  ایچ دي په ترلاسه کولو  ونازول شو. دا مراسم د ویتورث په تاریخي تالار کې ترسره شول او د پوهنتون مشر ، نذیر افزال، دا افتخاري مدرک هغه ته ورکړ.

دغه  کاتالاني روزونکی یا کوچ  د خپلې وینا پر مهال په واضح ډول د غزې د خلکو ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې په وروستیو ورځو کې پېښو او دردناکو صحنو د نړۍ د ډیری خلکو غمونه راپارولي دي. هغه د غزې او د هغې د خلکو تر څنګ ودرېد او وویل: په غزه کې د پېښو لیدل ډیر دردناک دي.

هغه زیاته کړه: زما ټول وجود د دغو وحشتناکو پیښو د  لیدلو له امله په درد کې دی. اجازه راکړئ روښانه ووایم، دا له  آئیډیالوژۍ سره هیڅ تړاو نه لري. دا د دې خبره نه ده چې زه سم یم او تاسو غلط یاست. نه، دا واقعاً یوازې د مینې او ژوند سره تړاو لري، د خپل ګاونډي لپاره پاملرنې ته.

د منچستر سیټي کلب دغه سر  روزونکي وویل: مونږ فکر کوو چې د څلور کلنو ماشومانو لیدل چې د بمباریو له امله وژل کیږي یا په روغتونونو کې، چې نور روغتون نه دی، مړه کیږي، له مونږ سره هیڅ تړاو نه لري.

سخنرانی گواردیولا در حمایت از غزه: این درد تمام وجودم را فرا گرفته است

ګوارډیولا همدارنګه د بې عدالتۍ په وړاندې د ودریدو او په مهمو شیبو کې د خبرو کولو د اهمیت په اړه وویل: زما په یاد دي یوه کیسه ده چې «یو ځنګل سوځي. ټول حیوانات ویریدلی دي  او بې وسه دي. خو یو کوچنی مرغۍ په دوامداره توګه د سمندر او اور ترمینځ الوتنه کوي او د خپلې کوچنۍ  مخوکې  سره د اوبو څاڅکي لېږدوي. مار  خاندي او پوښتنه کوي، ولې دا کار کوې؟ ته هیڅکله دا اور نه شې مړ کولای. مرغۍ ځواب ورکوي: هو، زه پوهیږم. مار  بیا پوښتنه کوي: نو ولې دا کار تکراروې؟ مرغۍ په خپل وروستي ځواب کې وائي: زه یوازې خپله دنده ترسره کوم.

https://iqna.ir/fa/news/4287638  

captcha